د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په کندهار کې یوې غونډه کې د «محمدي شریعت» پلي کول د طالبانو د حکومت اصلي هدف وباله.
هغه پر اخلاص، پاک نیت، وحدت، اطاعت، په شریعت ټینګ پاتې کېدو، د اسلامي نظام ملاتړ او د حکومتي قوانینو پر اسلامي کولو یې ټینګار کړی.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په دې غونډه کې شیخ هبتالله اخندزاده له علماوو او د دیني زده کړو ملاتړ حتمي بللی.

