چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانشیخ هبت‌الله افغانانو ته:د جهاد مقصد وساتئ، ځکه شیطانان هڅه کوي چې...

شیخ هبت‌الله افغانانو ته:د جهاد مقصد وساتئ، ځکه شیطانان هڅه کوي چې افغانستان بیا د جګړې لور ته بوځي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده ویلي، چې حکومت او ملت باید سره جلا نشي.

نوموړي خپله د اختر د لمانځه وروسته وینا کې پر اتحاد، اتفاق او د اسلامي نظام پر ساتنې ټینګار کړی.

هغه ویلي، چې اسلامي نظام یوازې د اتحاد او اتفاق له لارې بریا ته رسېږي او ټول ولس، د حکومت غړي او نظام سره یو دي.

هبت الله دغه راز ویلي، چې دی د خلکو تر منځ د «امارتي او غیرامارتي» نومونو ایښودو مخالف دی.

نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې چې د جهاد مقصد وساتئ، ځکه شیطانان هڅه کوي چې افغانستان بیا د جګړې او شخړو لور ته بوځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here