په اسلام اباد کې د اروپايي اتحادیې سفیر ریمونداس کاروبلیس ویلي، چې د طالبانو څخه د پاکستان د ټي ټي پي پر سر د «جدي اقدام» غوښتنه د امنیتي حقیقتونو پر بنسټ ولاړه او د پام وړ ده.
کاروبلیس د یوې پاکستانۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی چې اروپايي اتحادیه هر ډول ترهګري غندي او د هغه شواهدو په اړه چې اسلاماباد د افغانستان له خاورې د بریدونو په تړاو وړاندې کوي، باید د ډیپلوماسۍ له لارې بحث وشي.
هغه ویلي، چې د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ روان کړکېچ یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او اروپايي اتحادیه د ترکیې د منځګړیتوب هڅو ملاتړ کوي.
د اروپايي اتحادیې دغه استازی چې تازه یې د اسلاماباد د سفیر په توګه دنده پیل کړې، وایي لا هم ژر ده چې پرېکړه وشي طالبان د دوحې ژمنو ته څومره ژمن پاتې دي، ځکه چې اتحادیه د خپلواک ارزونې لپاره کافي معلومات نه لري.
تمه کېږي چې په نږدې اوونیو کې د پاکستان او اروپايي اتحادیې لوړپوړی ستراتیژیک ډیالوګ د دواړو لورو د بهرني سیاست مشرانو په مشرۍ ترسره شي.

