د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په کندهار کې د فقهي مجالسو د مسوولینو او علماوو د دوه ورځني روزنیز سیمینار په وینا کې ویلي، چې علما باید د یو بل پر ضد مخالفت ونه کړي، حقایق پټ نه کړي او د خلکو ترمنځ د شخړو د ختمولو لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې شیخ هبتالله علماوو ته سپارښتنه کړې چې د «امارت» د فرمانونو عملي کول دې لومړی په خپله شروع کړي او وروسته یې نورو ته ورسوي، څو خلک د هغوی له عمل څخه الهام واخلي.

