پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانشیخ هبت‌الله:د طالبانو دولتي ادارې دې د امکان تر حده له کورنیو...

شیخ هبت‌الله:د طالبانو دولتي ادارې دې د امکان تر حده له کورنیو تولیداتو کار واخلي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په يوه فرمان کې خپل حکومت ته امر کړی، چې د افغانستان په لويو لارو کې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې د طالبانو دولتي ادارې د کورنیو صنایعو د ودې او د هېواد د خودکفايۍ په موخه د امکان تر حده له کورنیو تولیداتو کار اخلي.

همدارنګه په دغه فرمان کې ویل شوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د طالبانو د وزارتونو او دولتي ادارو مسوولین او کارکوونکي باید له خصوصي سکتور سره ښه چلند وکړي او د چارو په تطبیق کې له ځنډ څخه ډډه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here