د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د ښاري طرحو د شفاف تطبیق او د ښاري سیمو د پراختیا په موخه نوی څلور مادهییز فرمان صادر کړی دی.
فرمان کې ویل شوي، ښاروالۍ مکلفې دي چې د رسنیو او نورو لارو د ښاري پلانونو اړوند معلومات له خلکو سره شریک کړي، او هغو سیمو ته چې لا پلانونه نه لري، تفصیلي طرحې جوړې کړي.
همداراز، د چارو اداره او د فرمانونو د تعقیب ریاست به د فرمان د تطبیق څارنه کوي.
د فرمان په څلورمه ماده کې ویل شوي، چې دا فرمان به له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپرېږي.

