د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، افغانستان د منځنۍ اسیا او جاپان د همکاریو په اجنډا کې مهم ځای لري.
نوموړي د افغانستان د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ هیله څرګنده کړې او د جاپان له اوږدمهالو بشري مرستو یې مننه کړې.
میرضیایف ټینګار کړی چې ګډې هڅې به د افغانانو د ژوند ښهوالي او په سیمهییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د ونډې سبب شي.

