لیکوال:احمد شفایی
ژباړه: سیلۍ ودان
ببرک کارمل، د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند تر مشرۍ لاندې د دولت درېیم ولسمشر، واک ته له رسېدو دوه اوونۍ وروسته، د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په میاشت کې، په خپلو لومړنیو بهرنیو مکاتباتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیتالله روحالله خمیني ته یو لیک ولیکه او پکې یې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو حضور موقتي دی.
کارمل چې هغه مهال د افغانستان د انقلابي شورا رئیس او د دموکراتیک جمهوریت صدراعظم هم و، د همدې کال د جدي په شپږمه، د پخواني ولسمشر حفیظالله امین تر وژل کېدو وروسته، د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په ملاتړ واک ته ورسېد.
په دې لیک کې، چې پکې یې د ایران رهبر ته د «حضرت آیتالله امام خمیني، د اسلامي جمهوریت د جلیلالقدر رهبر» په نوم خطاب کړی، هڅه کړې وه چې ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون «قانوني، لنډمهاله او موقتي» دی.
د لیک په یوه بله برخه کې ببرک کارمل هڅه کړې چې د خپل مخکیني ولسمشر، حفیظالله امین، پر غاړه ټولې ستونزې واچوي او هغه د «قتلعامونو» او نورو کړکېچونو اصلي عامل معرفي کړي.
حفیظالله امین د خپلې واکمنۍ پر مهال تورن و چې ګڼ شمېر سیاسي مخالفین او روڼاندي یې نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.
ببرک کارمل، چې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۶ پورې د افغانستان ولسمشر و، که څه هم په دولتي بنسټونو او د ګوند په تګلارو کې یې پراخ بدلونونه راوستل، خو ځکه چې د شوروي اتحاد په ملاتړ او د سره پوځ د پوځي یرغل وروسته واک ته رسېدلی و، د افغانانو د اکثریت ترمنځ یې محبوبیت ترلاسه نه کړ.
د هغه اصلاحاتو هم د جګړې د کمېدو پر ځای، د مجاهدینو مقاومت او جګړه نوره هم پراخه کړه.
د بشري حقونو د څار سازمان د هغه وخت د راپور له مخې، د شوروي پوځونو او د ببرک کارمل حکومت هڅه وکړه چې ولسي پاڅون د «پراخو نیونو، شکنجې، د مخالفینو د اعدام، هوايي بمباریو او په کلیوالو سیمو کې د ډلهییزو وژنو» له لارې وځپي.
راپور زیاتوي چې دا کړنې نه یوازې دا چې د کیڼاړخي حکومت پر ضد مقاومت یې لا پراخ کړ، بلکې د بېځایه کېدو او کډوالۍ ستر بحران یې هم رامنځته کړ، چې له شاوخوا ۱۶ میلیونه نفوس څخه نږدې ۵ میلیونه کسان کډوال شول.
د ببرک کارمل د لیک یوه برخه د ۱۳۵۸ لمریز کال په «انیس» ورځپاڼه کې خپره شوې وه او د آیتالله خمیني انځور هم ورسره چاپ شوی و.
«افغانستان به د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفینو پایګاه نه شي»
په هغه لیک کې، چې د دولتي ورځپاڼو لکه انیس کې هم خپور شوی و، ببرک کارمل ځان داسې معرفي کړی دی:
«ببرک کارمل، د افغانستان د واحد دموکراتیک خلق ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د انقلابي شورا رئیس او د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت صدراعظم.»
کارمل ځینې ایراني اشخاص او کړۍ د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر خرابولو تورنوي او لیکي:
«ځینې ایراني اشخاص او محافل، د نړۍخواره امریکایي امپریالیزم په لمسونونو، چې د نړۍ د ټولو ولسونو او په ځانګړي ډول د قهرمان او باعزته ایران د خلکو دښمن دی، د مسلمان، ازاد او زړور افغان ولس د انقلابي بدلون، د تاریخي دوست شوروي اتحاد د بېغرضه مرستو او د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د دولت پر ضد نا دوستانه او غیر ورورګلوۍ تبلیغات کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ببرک کارمل ځینو نږدې ملګرو، لکه جنرال عبدالقادر (پخوانی د دفاع وزیر)، د شوروي ځواکونو د یرغل د ملاتړ له امله پر هغه سختې نیوکې کړې دي.
جنرال قادر، چې د حفیظالله امین د واکمنۍ پر مهال د پلچرخي په زندان کې بندي و او د کارمل له واک ته رسېدو وروسته د شوروي ځواکونو له خوا خوشې شو، په خپلو خاطراتو کې چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې خپاره شوي، لیکلي:
«کله چې کابل ته راوړل شوم، ما کارمل ته وویل: ښه کار دې ونه کړ! هغه راته وویل: ستاسو لپاره مې وکړ. تاسو به وژل کېدئ. ما وویل: موږ درې تنه وو، زموږ مرګ ارزښت نه درلود، خو تا دا بد قمار وکړ.»
د «درې کسانو» څخه یې موخه خپله جنرال قادر، سلطان علي کشتمند (د کارمل د دورې صدراعظم)، نجیبالله (وروستی کیڼاړخی ولسمشر) او محمد رفیع و، چې وروسته د دفاع وزیر شو.
د هغه په وینا، دا کسان په یوه بند کې د پلچرخي زندان کې ساتل کېدل.
ببرک کارمل په خپل لیک کې د افغانستان او ایران تاریخي او ورورګلوۍ اړیکو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د سولېپال سیاست له مخې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د نږدې اسلامي ورورګلوۍ اړیکو غوښتونکی دی او «دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته.»
هغه ژمنه کړې چې حکومت به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان «د ایران د اسلامي انقلاب او د ورور ولس د ګټو پر ضد په یوه مرکز بدل شي» او له ایران یې هم د ورته چلند غوښتنه کړې ده.
کارمل لیکلي دي چې که کومې ستونزې د حفیظالله امین د «تحریکاچوونکو او ضد دموکراتیکو سیاستونو» له امله رامنځته شوې وي، د حل لپاره یې چمتو دي.
هغه همدارنګه له ایراني مشرانو د حسن نیت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د «امین ډله» باید د «پهلوي رژیم او د تاریخ له نورو جلادانو، بلکې تر هغوی هم بدتره» وګڼل شي.
د «امین ډله» څخه د هغه موخه حفیظالله امین او د خلق جناح ملګري وو.
د شنونکو په باور، د دې لیک موخه دا وه چې ببرک کارمل د ایران په ګډون له اسلامي هېوادونو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي. خو د شوروي له یرغل وروسته، د ایران او پاکستان په ګډون ډېری اسلامي هېوادونو له کابل سره اړیکې محدودې کړې او د مجاهدینو ملاتړ یې پیل کړ.
د شوروي ځواکونو «موقتي حضور»
ببرک کارمل په لیک کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د شوروي ځواکونو شتون لنډمهاله دی او لیکي:
«د افغانستان حکومت د ۱۳۵۷ کال د قوس د ۱۴مې د دوستۍ د تړون پر بنسټ، څو ځله د بهرنیو دښمنانو د پوځي مداخلې د مخنیوي لپاره مرسته غوښتې وه. له ۱۳۵۸ شپږم د جدي وروسته هم دا مرسته په ټینګار وغوښتل شوه، او کله چې د بهرني یرغل خطر له منځه ولاړ شي، د شوروي اتحاد محدود ځواکونه به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.»
هغه ادعا کړې چې دا حضور د افغانستان د «خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» تضمینوي او د سیمې د سولې سبب ګرځي.
لیک چې ځواب یې وانخیست
ببرک کارمل د خپل لیک په پای کې له آیتالله خمیني سره د لیدنې غوښتنه هم کړې وه، خو د ایران اسلامي جمهوریت دې لیک ته رسمي ځواب ورنه کړ.
خو د ایران د رهبر یو مشهور نقل قول شته چې ویلي یې دي:
«هغه ورځ چې د شوروي سفیر راته وویل د افغانستان حکومت د پوځ غوښتنه کړې، ما ورته وویل دا د شوروي تېروتنه ده. دوی ښايي افغانستان ونیسي، خو هلته به ټینګه واکمني ونه شي کولی. دا یو باطل خیال دی.»
دا څرګندونې د ایران په رسمي سرچینو او د «صحیفه امام خمیني» په کتاب کې هم ثبت شوي دي.

