لیکواله: وږمه سعید
کينه، بخل، حسادت، جاه طلبي د يو داسې کرکټر علايم دي چې يو ناممکن مقصد ته د رسېدو لپاره هڅه کوي. دا ناممکن مقصد د مطلقې برترۍ پلټنه ده.
د برترۍ پلټنه په دوه شکله کېدای شي: يو یې دفاعي کرکټر دی او بل یې حملهکوونکی کرکټر دی.
دفاعي کرکټر په هغه اشخاصو کې ليدل کېږي چې ګوښهګيري او يوازېوالی خوښوي. دې خلکو ته اکثراً ځان له نورو لوړ ښکاري او له نورو سره په ګډون کې د خپل ځان پستي او تنزل ويني. زياته بدګوماني او او په نورو بېاعتمادي هم ددې ډول دفاعي کرکټرونو يو بله علامه ده. څوک چې په ځان بېاعتماده وي، په نورو هم بېاعتماده وي. چاته چې خپل حقيقي ارزښت نه وي مالوم، او په خپله اراده او لياقت یې ايمان متزلزل وي، نو دا سودا ورسره پيدا کېږي چې نور خلک غواړي له ده سره سيالي وکړي او دده ځای ونيسي.
دوېم ډول کرکټر هغه دی چې د خپلې خيالي برترۍ د ثابتولو لپاره په نورو حمله او تجاوز کوي؛ مثلاً په يو شکل په نورو انتقاد او تمسخر کوي. اکثره خلک چې په نورو انتقاد کوي، کوم عملي او اخلاقي مرام نه لري، بلکې يوازې خپل تفوق او لوړوالی ښوول غواړي. ډېر وينو چې په بحثونو کې هر يو غواړي خپله نظريه هر ډول چې وي ثابته کړي او مقابل طرف ته ماتې ورکړي.
د بحث اصلي مقصد خو دا دی چې د افکارو له تصادم څخه يو نوی حقيقت راپيدا شي، مګر دا ډول اشخاص د بحث په وسيله کوم حقيقت ته رسېدل نه غواړي بلکې يوازې دې پسې ګرځي چې بل تر پښو لاندې کړي او ځان لوړ وښيي. د تمسخر څخه هم مقصد د بل چا سپکول، يانې د ځان درنول دي. همدا حمله کوونکی کرکټر چې شدت پيدا کړي نو کينه، حسادت، ظلم او بلاخره جنايت ترې پيدا کېږي. ويلای شو چې د جنايت او تمسخر په منځ کې فرق يوازې د درجې له لحاظه دی، نه د مقصد له لحاظه. ځکه په دواړو کې يو مقصد پروت دی او هغه د بل انسان محوء کول او ټيټول دي.
د تمسخر په وسيله موږ غواړو يو بل څوک روحاً محوء کړو او د جنايت په وسيله یې جسماً له منځه وړو.

