د ایران د پخواني پاچا زوی، شاهزاده رضا پهلوي په یوه تازه ویډیویي پیغام کې اعلان کړی چې د ایران د رژیم پر ضد ولسي پاڅون نوی پړاو ته داخل شوی او ټینګار یې کړی چې د اسلامي جمهوریت نسکورېدل نږدې دي.
نوموړي ویلي، «موږ یوازې نه یو، نړیوال ملاتړ هم په لاره دی او ډېر ژر به ایران له اسلامي جمهوریت بېرته واخلو»، او د ایران له خلکو یې غوښتي چې رژیم ته «د بیا ساه اخیستو فرصت ور نه کړي».
پهلوي د ایران له دولتي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او پوځ څخه غوښتنه کړې چې د ولس تر څنګ ودرېږي او خبرداری یې ورکړی چې د رژیم ملاتړ به «تلپاتې شرم» ولري.
هغه ویلي چې حکومت د د معترضینو په پرځولو له سخت کمښت سره مخ دی او پر خلکو د ډزو زیاتېدل د کمزورۍ او د سقوط د وېرې نښه ده.
نوموړي همداراز د رژیم د تبلیغاتو او مخابراتو بنسټونه «مشروع هدفونه» بللي او ویلي، چې د خلکو پر ضد د تاوتریخوالي عاملین به بېځوابه پاتې نه شي.

