د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هوکړه چې د اسلاماباد په منځګړیتوب شوې، هرکلی کړی دی.
هغه ویلي چې راتلونکې خبرې اترې به په اسلامآباد کې ترسره شي.
شریف په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې امریکا او د هغې متحدینو د اوربند لپاره په بېړنۍ توګه د لبنان په شمول، ټولو سیمو کې موافقه کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر له ایران او امریکا څخه غوښتي چې د جمعې په ورځ اسلاماباد ته ورشي او د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړي.
هغه زیاته کړې: «موږ په صمیمانه توګه هیله لرو چې د اسلاماباد خبرې په پایدارې سولې کې بریالۍ شي او په راتلونکو ورځو کې به ښه خبرونه هم شریک کړو.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي و چې د شهباز شریف او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په غوښتنه یې د ایران سره د دوه اوونیز اوربند هوکړه منلې ده.

