د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خیبر پښتونخوا په کاکل سیمه کې د یوې پوځي ناستې پر مهال ویلي، چې پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره ښې او پایداره اړیکې وساتي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت مشرتابه ته واضح پیغام استول شوی دی او ویل شوي چې اسلامآباد د سولې پر بنسټ د اړیکو غوښتونکی دی.
هغه ویلي، چې د دوستانه اړیکو هدف تر هغه نه شي ترلاسه کېدای، څو چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
د طالبانو حکومت چارواکو هم تر دې وړاندې ویلي، چې غواړي له پاکستان سره ښې اړیکې ولري او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

