د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې په اسلام اباد کې پیل شوي مهم مذاکرات کولای شي په سیمه کې د دوامدارې سولې پر لور یو مهم پرمختګ وي.
د راپور له مخې، نوموړي د امریکا د ولسمشر له مرستیال جیډي ونس سره کتلي، چې په کې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر هم ګډون درلود.
په دې ناسته کې د پاکستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم حاضر وو.
شهباز شریف د دواړو لورو د رغنده خبرو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د سیمې دایمي سولې لپاره مهم ګام وګرځي، او ټینګار یې کړی چې پاکستان به د منځګړیتوب رول ته دوام ورکړي.

