د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عرب سفیر نواف بن سعید المالکي سره د وروستۍ لیدنې پر مهال ویلي، چې پاکستان د پاهلګام پېښې سره تړلي د هند تورونه ردوي او دا ډول بېاساسه ادعاوې د منلو وړ نه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې او د سولې لپاره یې نه یوازې د خپل هیواد، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره هڅې کړې دي.
هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د پاهلګام پېښې په تړاو دې ناپېیلې نړیوالې پلټنې وشي.

