د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان شمال کې د مرګونې زلزلې له امله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره د دې غمیزې پر مهال د پاکستان ولس او حکومت په بشپړ ډول خواخوږي څرګندوي.
شریف، د زلزلهځپلو کورنیو سره د تسلیت او دعا ترڅنګ، د ټپیانو د ژر تر ژره روغکېدو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د افغانانو سره په هر غم کې شریک دی.
د یادونې وړ ده چې تېره شپه بلخ او بغلان ولایتونو او شاوخوا سیمو کې زورور زلزله شوې، چې تر دې مهاله ۲۰ تنه مړه شوي او شا او خوا ۵۳۰ تنه ټپيان ثبت شوي.

