جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهشمالي کوریا:له جنوبي کوریا سره د خبرو هیڅ لېوالتیا نه لرو

شمالي کوریا:له جنوبي کوریا سره د خبرو هیڅ لېوالتیا نه لرو

د شمالي کوریا د مشر خور، کیم یو جونګ، ویلي، پیونګ‌یانګ نه له جنوبي کوریا سره خبرو ته لېوالتیا لري او نه هم کوم دلیل ویني چې خبرې دې وشي.

نوموړې دا څرګندونې د جنوبي کوریا د نوي ولسمشر، لي جه‌میونګ، د نرمې تګلارې په غبرګون کې کړې دي.

کیم یو جونګ ټینګار کړی چې د دواړو کوریاوو اړیکې “د نه بېرته‌راګرځېدونکي ټکر” حالت ته داخلې شوي.

شمالي او جنوبي کوریا له ۱۹۵۳م کال راهیسې رسمي سوله نه‌ده کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here