د شمالي کوریا دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې دغه هېواد نوي هوايي دفاعي توغندي ازمویلي، او دا ازموینه د مشر کیم جونګ اون تر نظارت لاندې شوې ده.
راپور زیاتوي چې دا نوې سیستمونه د بېپیلوټه الوتکو او کروز توغندیو پر وړاندې چټک غبرګون ښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې سبا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوریا ولسمشر لی جائه میونګ غونډه وکړي.

