شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهشمالي وزیرستان؛په دته خېل کې پر پوځي مرکز برید کې لس پاکستاني...

شمالي وزیرستان؛په دته خېل کې پر پوځي مرکز برید کې لس پاکستاني پوځیان وژل شوي

د شمالي وزيرستان په دته‌خيل سيمه کې وسله والو د پاکستان پر پوځي مرکز برید کې ۱۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

راپورونه وایي، دغه برید کې وسله والو د پوځي مرکز مخته لومړی موټربم برید کړی او وروسته جګړه رامنځته شوې چې پکې لس پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر ادرسونو ویلي، چې دغه بريد د «سهيل» په نوم د ټي‌ټي‌پي يو غړي تر سره کړی دی.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here