پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانشمالي وزیرستان؛نامعلومو وسله‌والو یو دولتي ښوونځی الوزولی

شمالي وزیرستان؛نامعلومو وسله‌والو یو دولتي ښوونځی الوزولی

په شمالي وزیرستان کې تېر ماښام یو ښوونځی د نامعلومه وسله‌والو له لوري الوزول شوی.

سیمه‌یزو سرچینو ویلي، چې د میرعلي تحصیل د خوشحالي کلي د ایازکوټ دولتي لومړنی ښوونځی د ځواکمنې چاودنې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د ودانۍ لویې برخې یې کنډوالې شوې دي.

دغه ښوونځي له ۶۰۰ ډېر زده‌کوونکي لرل، خو د ودانۍ له ړنګېدو سره د دوی زده‌کړې په بشپړه توګه ځنډېدلې دي.

تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here