جمعه, فبروري 27, 2026
Homeکورپاڼهشمالي وزیرستان؛میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

شمالي وزیرستان؛میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

ځایي سرچینې وایي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د اوسېدونکو په وینا، د چاودنې هدف پاکستاني ځواکونه وو، خو د پېښې د څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه لا نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته، د خېبر ولسوالۍ د قمبرخېل په سیمه کې پر یوه نظامي مرکز جګړه روانه ده.

پاکستاني خبریالانو د سختو نښتو خبر ورکړی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره او بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here