سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeکورپاڼهشمالي وزیرستان؛د چاودنې له امله نږدې شلو تنو ولسي خلکو ته مرګ...

شمالي وزیرستان؛د چاودنې له امله نږدې شلو تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د شمالي وزیرستان د میرعلي په تپې سیمه کې پر څو کورونو د چاودنې له امله درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي.

یاده پیښه تیره شپه رامنځته شوې چې تردې مهاله یې علت نه دی څرګند شوی.

خو له سیمې څخه یو شمیر خبریالان وایي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې پر ځینو کورونو زوروره چاودنه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي ادارو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here