د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ويلي چې د بلوچستان بېلتونپال وسلهوال او ټيټيپي له افغانستانه مالي او لوژستيکي ملاتړ تر لاسه کوي.
نوموړي ټينګار کړی چې اسلاماباد د طالبانو له حکومت غواړي چې د دغو ډلو پر ضد قاطع ګامونه واخلي.
هغه هند هم تورن کړی چې د بلوچستان بېلتونپالو ملاتړ کوي او يادونه يې کړې چې د بلوچستان ازادۍ پوځ او تحريک طالبان پاکستان د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو وروستي راپور وايي، تحريک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره جګړهماران لري او له طالبانو د پام وړ لوژستيکي او عملياتي ملاتړ ترلاسه کوي. راپور زياتوي چې ځينې طالبان د سيمهييزو اړيکو د ښه کولو لپاره له دې ډلې سره د واټن غوښتونکي دي.
بل لورته ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د بلوچستان بېلتونپالو او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ نږدې همکاري شته او دواړه ډلې د کندهار په شاهوليکوت او شورابک ولسواليو کې له ګډو روزنيزو کمپونو کار اخلي، چې القاعده پکې ايديولوژيکه او وسلواله روزنه ورکوي.

