د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې د تورخم دروازه د طالبانو له خوا د پاکستان خاورې دننه د پوستې د جوړولو د هڅو له امله تړل شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې سرحد د پرانیستلو لپاره له طالبانو سره خبرې شوې، خو تر اوسه بېنتیجې پاتې شوې دي.
د طالبانو حکومت د تورخم کمېسار، عبدالجبار حکمت ویلي، چې پاکستان د افغان لوري د تاسیساتو په غبرګون کې د تورخم دروازه بنده کړې ده.
پاکستاني چارواکي وايي چې د تورخم دروازې تړل کېدو سوداګرو ته شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر زیان رسولی دی.
د یادونې ده چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د ترانسپورټ ستونزې زیاتې شوې او ګڼ شمېر سوداګر او مسافر سرګردانه شوي دي.

