دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانشاه محمود میاخېل:کونړ کې پر ملکي وګړو برید د بشریت پر ضد...

شاه محمود میاخېل:کونړ کې پر ملکي وګړو برید د بشریت پر ضد جرم دی

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې پر ملکي وګړو برید د بشریت ضد جرم کړی دی.

هغه ویلي چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ څو غړي، د ماشومانو په ګډون، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د افغانستان د اوسني وضعیت له امله تر ډېره چوپه پاتې شوې ده.

نوموړي دغه راز ویلي چې د ملکي وګړو پرله‌پسې په نښه کول باید وغندل شي او د دې پېښې د عاملینو د حساب ورکولو لپاره باید نړیوال اقدام وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here