د پخواني جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، که د پاکستان د وروستیو بریدونو پر وړاندې سیاسي ځواب ورنه کړل شي، نو نظامي ځواب هم اغېزناک نه شي کېدای.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان پرلهپسې هوايي بریدونه د افغانستان پر خاورې د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د جګړې اعلان دی، او زیاته یې کړه چې دا کړنې د نړیوالو حقوقي اصولو خلاف دي.
میاخېل ټینګار کړی چې اوس باید کابل د اسلاماباد پر وړاندې جدي سیاسي ګامونه واخلي، د پاکستان سفارتي استازي وباسي او خپل استازي ور وغواړي.
هغه همدارنګه وړاندیز کړی چې د ملي مشروعیت لپاره دې بیړنۍ لویه جرګه راوبلل شي، څو د پاکستان پر وړاندې د هېواد دریځ وټاکل شي.
د هغه په وینا، که سیاسي او ملي مشروعیت رامنځته نه شي، د پاکستان بریدونه به دوام ومومي او سیمه به د نوي کړکېچ او جګړې پر لور ولاړه شي.
میاخېل ویلي چې په اوسني وخت کې ډیپلوماسي د جګړې په پرتله مهمه ده او افغانان یوازې د مشروع او قانونمند نظام له لارې کولی شي په نړیواله کچه د خپلو حقونو دفاع وکړي.

