د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان روان وضعیت ټول زیانمنوي.
ښاغلي میاخېل پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، نه امریکا ته د بګرام نیول کومه ګټه لري او نه طالبان کولای شي، چې سیاسي تعادل وساتي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان ستونزه یوازې د یوه مشروع او قانوني حکومت له لارې حل کېدای شي، نه د نیابتي جګړو او سیالیو له لارې.
هغه طالبان د حکومتولۍ لپاره ناکام بللي او ویلي، چې د دوی تګلاره د داخلي او بهرني بحران لامل ګرځي.

