د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې د وینزویلا په څېر حالتونه څو ځله تجربه کړي او تاریخ ښيي چې ستر قدرتونه تل ایډیالوژۍ د خپلو ګټو، نفوذ او واک د ساتلو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.
میاخېل ټینګار کړی چې ایډیالوژي په یوازې ځان د یو هېواد ګټې نه شي خوندي کولای او نه هم د سیاسي او اقتصادي ستونزو حل وړاندې کوي.
د هغه په وینا، واقعي سیاست پر ریالیزم ولاړ وي، یعنې هېوادونه د اقتصادي او پوځي ځواک له لارې خپلې اوږدمهالې ګټې تعقیبوي.
نوموړي ویلي، هغه هېوادونه چې قوي اقتصاد او پوځي بنیه ولري، کولای شي خپلې ملي ګټې په ښه ډول وساتي؛ خو په افغانستان کې سیاست نه د ریالیزم پر بنسټ ولاړ دی او نه هم د اغېزمنې حکومتولۍ او خلکو ته د خدمت کولو سیستمونه شته.
شاه محمود میاخېل زیاته کړې چې یوازې شعارونه او خیالي خبرې ستراتیژي نه جوړوي او افغان سیاست تر ډېره د عمل پر ځای پر خبرو ولاړ پاتې شوی دی.

