د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا له لوري په وینزویلا کې ترسره شوی عملیات به د نړۍ د پوځونو لهخوا په حیرانتیا وڅېړل شي او ځینې هېوادونه به یې حتا په اندېښنه کې اچولي وي.
خلیلزاد ویلي، نړیوال پوځونه به هڅه وکړي له دغو عملیاتو درسونه واخلي او دا وڅېړي چې څنګه یې مخه ونیسي او پر وړاندې یې مقابله وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا استخباراتي ادارې باید دا موضوع لومړیتوب وګرځوي او دا معلومات راټول کړي چې نور هېوادونه له دغو عملیاتو څه پایلې اخلي، ځکه د راتلونکو پوځي وړتیاوو او ستراتیژیو جوړول به پر همدې تجربو ولاړ وي.

