د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت اجرائیه شورا مشر شاه محمود میاخیل د کابل پر بېلابېلو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو په کلکه غندنه کړې او دا یې د ملي حاکمیت او نړیوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی.
ښاغلي میاخیل ویلي چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
هغه دا بریدونه د افغانستان د بېثباتۍ د دوام لپاره د یوه دوامدار سیاست برخه وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دا عمل وغندي، بېړنۍ څېړنه وکړي او د تکرار مخه یې ونیسي.
شاه محمود میاخیل همدارنګه ټینګار کړی چې د هېواد دفاع د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی او د ثبات لپاره ملي یووالي ته اړتیا ده.

