جمهوري حکومت کې د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، وروستۍ ویډیوګانې ښيي چې د پاکستان امنیتي جوړښت آن په سختو خوندي سیمو او ډیپلوماټیکو زونونو کې هم د بشپړ امنیت په ټینګښت کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د ده په وینا، کله چې یو هېواد د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره سختدریځې ډلې روزي او یا یې زغمي، دا پالنه په پای کې خپله پر هماغه هېواد تاوانيږي.
میاخېل زیاته کړې چې د څو لسیزو راهیسې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي د افغان دولتي بنسټونو کمزوري کول او د بنسټیزو تاسیساتو زیانمنول وو، څو افغانستان بېثباته او اړ پاتې شي.
هغه ویلي، ښوونځي، سړکونه، امنیتي ادارې او پراختیايي پروژې د همدې لاسوهنې او نیابتي جګړو قرباني شوي دي.
د نوموړي په باور، سختدریځي او نیابتي ډلې هېڅکله یوازې د پولو هاخوا محدودې نه پاتې کېږي، بلکې په اوږدمهال کې دننه امنیتي ګواښ ګرځي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان پر وړاندې هوايي بریدونه او د فشار سیاستونه د ستونزې حل نه دی، بلکې پاکستان باید د خپلو پولو دننه د وسلهوالو شبکو پر له منځه وړلو او د ډیپلوماټیکو ماموریتونو او ملکي وګړو پر خوندیتوب تمرکز وکړي.
میاخېل خبرداری ورکړی چې دوامداره بمبارۍ او لنډمهاله محاسبې ثبات نه راولي، بلکې اوږدمهاله ناوړه پایلې لري، او هر هېواد بالاخره د خپلو تګلارو پایلې ویني.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي د مرګ خبر له خپریدو وروسته د پاکستان کراچۍ کې د خامنهیي پلویانو د امریکا پر قونسلګرۍ برید وکړ.

