جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې ایران د افغانستان په ورانولو، جنګونو او بېثباتۍ کې د پاکستان نه هم ژور او دوامدار نقش درلودلی دی.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د ایران استخباراتي، اقتصادي او سیاسي مداخلو د هېواد ملي حاکمیت ته جدي زیانونه اړولي دي.
میاخېل ادعا کوي چې د ایران د جنګونو له برکته دغه هېواد د لرې واټن توغندیو ته لاسرسی وموند او د افغانستان د جګړو له لارې یې خپلې دفاعي وړتیاوې لوړې کړې.
نوموړي د ارین بانک یادونه کړې چې، په وینا یې، په میلیاردونو ډالر افغانستان نه ایران ته قاچاق کړل، او همدارنګه د ایران د تیلو قراردادیانو له لوري قاچاقي نفت افغانستان ته واردېدل.
نوموړي ویلي چې د افغانستان د جنوبلوېدیځې حوزې ځیني پخواني وکیلان هم د دې غیرقانوني فعالیتونو برخهوال ول.
میاخېل زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایران قونسلګرۍ د جاسوسۍ مرکزونه ول او ځیني ایرانپلوه افغان مشران د ایران د ګټو لپاره ښکاره دریځونه نیول.

