د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي چې افغانان په داخل او بهر کې باید په ځان تمرکز وکړي او فکر وکړي چې څنګه د سیمې او نړۍ د رقابتونو له لوبو ځانونه وساتي.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې یوازې په خپل اتحاد، د نظام ولسي ملاتړ او نړیوال مشروعیت کار کول د افغانستان د ملي ګټو خوندي کولو لاره ده.
نوموړي زیاته کړې چې کاذب غرور، ارماني شعارونه او احساساتي چلندونه هېڅ ګټه نه لري.
میاخېل دغه راز ویلي، چې ټولې خواوې باید د شعارونو پر ځای د تدبیر پر بنسټ عمل وکړي، یو بل ته سپکاوی او د انحصار سیاست هېڅ نتیجه نه ورکوي.
هغه افغانان دې ته هم هڅولي چې د امریکا، اسراییل او ایران تازه لوبه د درس په توګه وګڼي او په ملي او سیاسي مسایلو کې د نورو هېوادونو سره د ملګرتیا پر ځای خپل خلک، خپل ځواک او د ځان بسیاتوب ته لومړیتوب ورکړي.
شاه محمود میاخېل ټینګار کړی چې افغانستان باید په اقتصادي، امنیتي او سیاسي لحاظ د نورو هېوادونو له تکیه ځان خلاص کړي او د علمي موسسو د کمزورتیا پر ځای باید د علمي موسسو د ځواکمنتیا لپاره کار وکړي.

