جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل « د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت» په سیمنار کې ویلي چې ملي ګټې د هر سیاسي اختلاف نه لوړې دي او د هېواد له تمامیت ارضي او استقلال څخه دفاع د هر افغان ګډ مسوولیت دی.
ښاغلي میاخیل د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو غندنه کړې او ویلي چې د پاکستان مخالفت د طالبانو ملاتړ نه دی، بلکې د ملي حاکمیت دفاع ده.
هغه د افغانستان او پاکستان ستونزې تاریخي او ژورې بللې او ټینګار یې کړی چې پاکستان د ستراتیژیک عمق له پالیسیو لاس نه دی اخیستی او لا هم په افغانستان کې د ضعیف حکومت ملاتړ کوي.
میاخیل طالبان د داخلي او نړیوال مشروعیت د نشتوالي مسؤل وبلل او خبرداری یې ورکړی چې که د حل لار ونه موندل شي، د سیمې هېوادونه به په افغانستان کې د باثباته بدیل د نشتوالي له امله طالبان د تعامل لپاره انتخاب کړي.
هغه د جګړې پر ځای د واقعي لویې جرګې د رابللو غوښتنه کړې او ویلي چې د افغانستان راتلونکې باید د ملي تفاهم له لارې وټاکل شي، ځکه جګړه او انحصاري واک دواړه هېواد د نوو بحرانونو پر لوري بیايي.

