جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان په کوربتوب د افغان سیاستوالو، د ګوندونو استازو او ښځو د غونډې مخالفت کړی او ویلې یې دي چې اسلاماباد غواړي د افغانستان حاکمه او مخالفې ډلې تر خپل واک لاندې وساتي.
نوموړي د دغې غونډې ګډونوال بېباوره، بېنفوذه او د پاکستان د استخباراتي لوبو وسیلې بللي دي.
میاخېل خبرداری ورکړی چې دا ډول هڅې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد دي.
تر دې وړاندې بیا د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یاده غونډه “قصدي پارونه” بللې ده.
ټاکل شوې، چې دا د اګست په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلاماباد کې جوړه شي.

