سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانشان وانډېور:امریکا دې د هغه ۲ زره افغانانو چې ترهګرو سره د...

شان وانډېور:امریکا دې د هغه ۲ زره افغانانو چې ترهګرو سره د اړیکو په تور یې تورن کړي، ثبوت وړاندې کړي

د افغان اېواک بنسټ مشر شان وانډېور د امریکا هغه ادعا رد کړې چې ګواکې ۲ زره افغانان له ترهګرو سره اړیکې لري.

نوموړي د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې تولسي ګبارډ څرګندونې بې‌اساسه بللي او له امریکايي چارواکو یې د کره شواهدو او نومونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

وانډېور ویلي، که دا ادعا رښتیا وي نو ولې یاد کسان د نږدې یو کال لپاره په امریکا کې پاتې شوي دي.

هغه دا ډول څرګندونې د امریکا د کورني امنیتي سیستم د کمزورتیاوو د پټولو هڅه بللې ده.

دا بحثونه په داسې حال کې تاوده شوي چې د افغان کډوالو د امنیتي ارزونو موضوع د امریکا په سیاسي ډګر کې لانجمنه شوې او د افغان پناه غوښتونکو راتلونکی له ناڅرګند حالت سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here