د امریکا د افغانانو د انتقال ادارې مشر شان واندایور ویلي چې ټول افغانان باید د یو شخصي جرم لپاره مسؤل ونه ګڼل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې په امریکا کې مېشتو افغانانو وروسته له بشپړو امنیتي څېړنو او ارزونو دغه هېواد ته د راتګ اجازه موندلې ده.
واندایور زیاته کړې چې د واشنګټن د وروستۍ پېښې سیاسي ګټه اخیستنه باید و نه شي او په امریکا کې د افغانانو کورنۍ باید زیانمنې نه شي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان کړی و چې د افغان کډوالو د پناه غوښتنو پروسه تر بل خبر پورې ځنډول شوې، وروسته له هغې چې یو افغان تبعه په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه غړي ټپي کړي وو.

