د هند د پارلمان غړي او د ملګرو ملتونو پخواني چارواکي شاشي تارور ویلي چې د پاکستان نفوذ پر طالبانو په څرګند ډول کم شوی دی.
تارور په یوه مقاله کې لیکلي چې اسلامآباد له کلونو راهیسې طالبان د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول؛ خو دا ډله اوس له کنټرول وتلې ده.
نوموړي زیاته کړې چې طالبانو له پاکستانه فاصله نیولې، او تحریک طالبان پاکستان هڅه کوي هماغسې له اسلامآباد سره وکړي، لکه طالبانو چې له کابل سره وکړل.
تارور ویلي چې افغانستان نور د پاکستان لپاره ستراتیژیکه پانګه نه، بلکې یو دروند بار ګرځېدلی دی.
هغه خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې، چې له تاریخي اختلافاتو، غلطو سیاستونو او ژورو ایدیولوژیکو نښتو سرچینه اخلي، په چټکۍ سره پراخېږي.

