د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (SIGAR) وايي، متحده ایالاتو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره لګول شوو میلیاردونو ډالرو کې ستره برخه ضایع شوې ده.
د دې ادارې پخواني مشر جان سوپکو ویلي، امریکا د ۲۰ کلونو په موده کې شاوخوا ۱۴۴ میلیارده ډالر د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي کړي؛ خو له دې ډلې لږ تر لږه ۲۹ میلیارده ډالر د خراب مدیریت، کمزورې څارنې او ناکامو پروژو له امله له منځه تللي دي.
سوپکو څرګنده کړې، چې امریکا د افغانستان لپاره له ایټالیا څخه ۲۰ الوتکې د ۴۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پېرودلې وې، خو دغه الوتکې هېڅکله عملي استفادې ته ونه رسېدې او اوس په جنکیارد کې ولاړې دي.

د هغه په وینا، الوتکو جدي تخنیکي ستونزې لرلې او د ازمایښتي الوتنو پر مهال یې ان پرزې راپرېوتلې.
د SIGAR پخواني مشر د ضایعاتو نورې بېلګې هم یادې کړي، چې پکې له برېښنا شبکې سره نه نښلول شوې برېښنا فابریکې، بېله څارنې قراردادیانو ته ورکړل شوې پیسې، نیمګړي پاتې شوي سړکونه، او داسې بنسټیزې پروژې شاملې دي چې په لنډ وخت کې ویجاړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغه بېحساب او بېاغېزې لګښتونه نه یوازې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کړې، بلکې د افغانستان د دوامدارې بیارغونې هڅې یې هم له جدي زیان سره مخ کړې دي.

