د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرایه مدیره سیما باهوس وايي، چې افغانستان کې د نجونو پرمخ د زدهکړو بندیز پر نسلونو اغېز کوي.
نوموړې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د افغان نجونو پر مخ باید ښوونځي پرانېستل شي او د دوی حقونه بېرته ورکړل شي.
نوموړې ټینګار کړی، چې په دې برخه کې باید هیڅ ځنډ ونه شي.
که څه هم د طالبانو حکومت په لومړنیو وختونو کې ژمنې کړې وې، چې د نجونو پر مخ به ښوونځي پرانېزي؛ خو تر اوسه لاهم له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د دوی پرمخ تړلې دي.

