د متحده عربي اماراتو راغلي ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي ویلي، چې کابل کې باید د یاد هېواد سوداګرو او پانګهوالو ته یو کنفرانس جوړ شي.
سیف محمد الکتبي د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتنې کې ویلي، چې هېواد یې د اوسپنې پټلۍ او سړکونو برخه کې پانکونې ته لېواله دی.
بل لورته بیا ملا برادر ویلي، چې دوی له طبیعي سرچینو ډک هېواد لري او «اسلامي امارت» هڅه کوي چې په دې برخه کې پانګونه جذب کړي.

