دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانسیف الاسلام خیبر:افغانستان کې یو شمیر موسسات زموږ خبره نه مني

سیف الاسلام خیبر:افغانستان کې یو شمیر موسسات زموږ خبره نه مني

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی‌عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وايي، یو شمېر موسسات د ښځو د حجاب او د کار د اسلامي اصولو په برخه کې د حکومت له سپارښتنو سره په تکراري خبرداريو سربېره پابند پاتې شوي نه دي.

د هغه په وینا، دغه موسساتو ته څو څو ځله ویل شوي چې ښځینه کارکوونکي باید محجبه وي او له نارینه وو بېله کاري فضا کې کار وکړي، خو بیا هم لویې تخطۍ لیدل شوې دي.

خیبر ادعا کوي چې کله وزارت د اصولو د نقض په دلیل موسساتو ته ویلي چې په موجوده بڼه به یې ښځینه کارکوونکې کار نه شي کولای؛ نو ځینو موسساتو د اصلاح پر ځای اعلامیه ورکړې چې نور به فعالیت نه کوي.

د هغه په خبره، دا دریځ ښيي چې یاده ستونزه د پوښتنې، اندېښنې او مغرضانه مقاصدو سرچینه لري.

د امربالمعروف وزارت ویاند وایي چې له موسساتو سره د حکومت چلند نه تشدد دی او نه هم غیرقانوني، بلکې د اسلامي اصولو د تطبیق په چوکاټ کې ترسره کېږي.

تر دې دمه اړوندو موسساتو د یادو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here