د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند په سعودي عربستان نیوکه کړې، چې پر اسرائیلو یې د یمن یو شمېر توغندیو د توغولو مخنیوی کړی.
سیف الاسلام خیبر ویلي، چې د سعودي وار به هم را ورسېږي.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت یو رسمي ویاند په رسمي ډول په عربستان نیوکه کوي.
د یادونې ده، چې سعودي تېره شپه ناوخته د یمن له لوري د یو شمېر توغول شویو توغندیو مخنیوی کړی او په خپله فضا یې شنډ کړي دي.

