د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وایي، په راتلونکي کې به د نکاح تړون له دودیز او کلیوالي بڼې ووځي او په رسمي چوکاټ کې به ثبتېږي او په محکمو کې به ترسره کېږي.
خیبر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د دې پرېکړې موخه دا ده چې د جبري ودونو، درنو مهرونو او یو شمېر نورو ناسمو دودونو مخه ونیول شي.
د نوموړي په وینا، د نکاح رسمي ثبت به د ښځو حقونه خوندي کړي او د کورنیو ترمنځ د شخړو د کمېدو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېری سیمو کې نجونې په جبري ډول ودیږي او یا هم لوړ مهر او ولور ورباندې کېښودل کېږي.

