د طالبانو حکومت په بغلان کې شپږ کسان د شرابو د څکلو په تور نیولي دي.
د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیفالسلام خیبر ویلي، دا کسان د تاله و برفک ولسوالۍ د عاشقان درې په یوه میلمهخانه کې د شراب څښلو پر مهال نیول شوي.
ویاند زیاتوي، نیول شويو کسان “نور غیرشرعي کارونه” هم کول.
نوموړي دغه راز ویلي، چې دوی تر لومړنۍ پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

