پخواني طالب چارواکی سید اکبر اغا د سعودي عربستان اعلان، چې د تراویح لمونځ به له دې وروسته یوازې لس رکعته وي، «غیر مسؤلانه وینا» وبلله.
نوموړي په ایکس پاڼه لیکلي، چې د تراویح د لمونځ اوږدوالی د خلفاؤ راشدینو سنت دی، په ځانګړې توګه د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې.
هغه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث نقل کړی: «اصحابي كالنجوم بأيهم اقتديتم اهتديتم»، چې ټول مسلمانان باید د اصحابو د عمل په رڼا کې لارښود شي.
نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې د کعبې شریفې خاوره د ټول مسلمانانو شریکه ده او ټول اهل اسلام د مشورې حق لري، او که مشوره ونشي، د مداخلې حق شته.
هغه زیاته کړې، چې د داسې مذهبي پرېکړو لپاره باید د اسلامي علماوو او د عامو مسلمانانو مطبوعاتي څرګندونې ترسره شي څو خپل مسؤلیت ادا شي.

