پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا ویلي، چې د ایران حکومت په ظلم او بېرحمۍ سره د افغان کډوالو ایستل پیل کړي، او د دې وضعیت تر شا د ایران د ولس چوپتیا هم د اندېښنې وړ ده.
نوموړي ویلي چې د ایران د سني او شیعه اختلافاتو له امله هم افغان مهاجر له تبعیض سره مخ دي.
اکبر اغا وړاندیز کړی، چې د طالبانو حکومت باید د معمول په ډول د ایران سفیر احضار کړي او له هغه څخه وغواړي، چې د مهاجرینو د ایستلو پر مهال د بشر حقوق رعایت او دوستانه، محطاطانه چلند وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدام نه یوازې د طالبانو د حکومت د مسوولیت اداء ده، بلکې دا به ایران ته هم دا ور په یاد کړي، چې د یوه ګاونډي په توګه څه مسؤولیتونه لري، او دا به د دواړو هېوادونو د راتلونکي لپاره په خیر تمام شي.

