پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانسپین بولدک کې د پاکستاني برید مرګ ژوبله؛څلور ملکي وګړي شهیدان شوي...

سپین بولدک کې د پاکستاني برید مرګ ژوبله؛څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي

د سرچینو له مخې، د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د سپین بولدک ولسوالۍ پر مازل ګلۍ او لقمان کلي سیمو د تېري شپې د هاوان بریدونو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، په ټپیانو کې د یوې ښځې او یوه سړي روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی، چې دا مهال د کندهار د عینو مېنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تیره شپه پاکستاني پوځیانو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سپکو او درنو وسلو پر مټ جګړه پیل کړې وه چې دوه ساعته یې دوام وکړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here