سپینې ماڼۍ امریکا ته د رایان کوربت او ویلیام مکنتي د راتګ اعلان وکړ.
سپینې ماڼۍ په یوه پیغام کې د رایان کوربت له کورنۍ سره د هغه د عکس په خپرولو سره لیکلي: «هغه ژمنې چې شوې وې، عملي شوې»
دغه دوه امریکايي اتباع د طالبانو حکومت له یوه زنداني غړي سره د تبادلې په بدل کې د طالبانو له زندان څخه ازاد شول.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږد مهاله او ګټورو خبرو اترو په پایله کې، د دوی یو بندي په متحده ایالاتو کې د دوو امریکایي اتباعو د خوشې کیدو په بدل کې خوشې شو.
قطر د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.

