د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د دوی ځواکونو د پرمختللو وسلو په کارولو سره د دښمن پر مهمو پوځي اهدافو پراخ بریدونه کړي دي.
د سپاه پاسداران په وینا، د پوځي او هوایي ځواک د وسلو د تولید پر مرکزونو او د هوايي سون توکو د ملاتړ پر تاسیساتو دهدفمندو او فوق درنو هایپرسونیک توغندیو په وسیله بریدونه ترسره شوي دي.
په دغو عملیاتو کې د فتاح، عماد او قدر توغندي او همدارنګه د ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) کارول شوي دي.
د خبر له مخې، د بریدونو په لړ کې د متحده عربي اماراتو الظفره هوايي اډه، او د بحرین جفیر هوايي اډه او شیخ عیسی هوايي اډه هم په بریالیتوب سره هدف ګرځول شوې دي.
سپاه پاسداران ټینګار کړی چې دغه عملیات په بشپړ دقت ترسره شوي او ټاکل شوي پوځي اهداف یې په بریالیتوب ویشتلي دي.

