د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ویلي، چې نوموړي له ادمیرال براډ کوپر او جرد کوشنر سره یو ځای د یواېساېس ابراهام لنکن الوتکو لېږدوونکې بېړۍ څخه لیدنه کړې او د امریکا د سمندري ځواکونو د عملیاتو له نږدې ننداره یې کړې ده.
ویتکاف په ایکس پاڼه ویلي، د دې لیدنې پر مهال یې له هغو پیلوټانو سره هم خبرې کړي چې یوه ایراني بېپیلوټه الوتکه یې ویشتلې وه، کومه چې د بېړۍ پر لور بې له روښانه هدف څخه نږدې شوې وه
نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا سمندري ځواکونه د هېواد د ګټو د دفاع، د سیالانو د مهار او د ولسمشر ټرمپ د «ځواک له لارې سولې» د ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره هره ورځ په بشپړ چمتووالي کې دي.
له ابراهام لینکلن جنګي بېړۍ څخه دا لیدنه داسې مهال شوې، چې یوازې یوه ورځ وړاندې د عمان په کوربهتوب د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو لومړی پړاو پای ته رسېدلی و.

